X
تبلیغات
رحیم یوټکې کام اوس تاسو ګرانو هیودالوته په زړه پوری سافټویرونه وړاندی کوی درحیم یوټکې کام ګرانو اوقدرمنو لوستونکو هرنوع سفاټویر موچی ضرورت وی نو له رحیم یوټکې کام څخه یی ترلاسه کړی

کــــورپاڼه

کــــورپاڼه

دډيټابس د انکشاف مراحل

دډيټابس د انکشاف مراحل

له بينوا څخه .....

ژباړونکی : محمد خالد واحدی

د مخکینی لیکنی په ادامه...

په عمومي توګه ډېری اداری د ډیتابس جوړول د Enterprise Data model نه پیلوي.

EDM په حقیقت کی د یوې ادارې د ډېتابس عمومي منځپانګه جوړوي

کله چی مونږ د یومعلوماتی سیستم د جوړولواراده وکړو نو بی له ځنډه EDM راپه یادیږی. ددی څخه هدف دادی چی څنګه کولای شو د یوی اداری د ډیټا عمومی نقشه جوړه کړو

یا په بل عبارت دا ټکی د ډیټابس ډیزاینول مونږ ته نه بیانوی بلکه د یوی اداری د ډیټا انځورول مونږ ته را ښی.

EDM د معلوماتی سیستم یوه برخه ده

Information system Architecture: یو نظری پلان دی،چی دیوې ادارې د راتلونکي معلوماتي سیستم پوری اړوند معلومات تشریح کوي.

ISA


دبــــشـــپــړ مـــتن لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ......
: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

د پکتيکا ولايت پېژندنه

د پکتيکا ولايت پېژندنه
د پکتيکا کلمه دوه نيم زره کاله وړاندې ديونان مشهور مورخ هيرودت په خپلو اثارو کې راوړې، پښتانه يي د (پکتي او پکتويس) په نامه اودد...وى ټاټوبى اومسکن يي دپکتيکاپه نامه ياد کړى دى .
دپکتيکا کلمه غالباً له ( پکهت = پښت ) او (کا = خا = خوا ) څخه جوړه شوېده ، ښايي چې اصلاً يي ( پښتيخا = پښتخوا ) وه ، خويونانيانو له خپلې لهجې سره سمه پکتيکا ليکلې ده .
پکتيکاپه پخواني وخت کې زموږ دهيواد (آريانا)ديوه تاريخي ولايت نوم دى،هغه د(پښت) يوه برخه له (بخدي بخديا) څخه دسپين غره شاوخوا لمنوته راغله نو دغه ځل يي نوى ټاټوبى (پښتيخا) اوياد(بخديا) په صورت (پښتيا) وبلله ، چې دغه نوم ديونانيانو له خوا (پکتيکا اوپکتيا) ليکل شوى دى .
دپکتيکا دولايت برېدونه دزياتو مورخينو له خوا دسپين غره او کسې غره شاوخوا ځمکې ښودل شوې دي او ځينو تر اندوس (اباسين) پورې دغه بريدونه رسولي دي .
پکتيکاولايت په (١٣٥٨) ل.ل کال دببرک کارمل دزمامداري په دوره کې له غزني اوپکتيا ولايتونوڅخه بېل اودپکتيکا په نوم ونومول شو.
نوموړى ولايت دافغانستان په جنوب کې پروت دى،چې شمال ته يي دپکتيا اوغزني ولايتونه،شمال ختيځ ته يي دخوست ولايت،ختيځ اوجنوب ته يي پاکستان ،اولوېديځ ته يي دغزني اوزابل ولايتونه پراته دي .


دبــــشـــپــړ مـــتن لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ......
: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

غزل

غزل

په رنجو دې بيا لړلې اشنا سترګې

يو زه نه يم درپسې دي بلا سترګې

ستا دسترګو خمارونو مم به وخوري

له لکه وږې ليوګۍ ګرځي زما سترګې

زه يو تور غوندې ژوندون وم تا رڼا کړم

درنه ځار شم،درنه ځار دسبا سترګې

له نظر نشې،چې بد نظر کړي تاته

شه ړندې دهغې تورې بلا سترګې

په کابل کې دې ژوندی اوسې جانانه

درنه دي مې په پکتيا کې پنا سترګې

دبــــشـــپــړ مـــتن لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ......
: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

ايکسل پېژندنه

ايکسل پېژندنه

له افغانسافټ  څخه ......

ډېر داسې کارونه چې نه حد لري او نه هم پاى د ايکسل په برکت تر سره کېږي، نوموړى د ډېرو موخو لپاره کارېږي چې روښانې بېلګې يې د ټولګيو د تنظيم چارې، د ټولګيو ليستونه، د حاضرۍ پاڼې، د ازموينو پايلې، دماليې غونډولو چارې او نور محاسبوي کارونه يادولاى شو، نوموړى د ښوونې لپاره د يوه مرستيال دنده هم تر سره کوي، بايد ووايم د رياضي د معيارونو لپاره د يوه ګراف بڼه هم لري، مګر تاسو زده کوونکي يې د سرمشق او کورني کار په ډول کارولاى شئ.

د خپرندوى يادښت

که ٩٧ ايکسل وي يا هم تر هغه نوې نسخه، په وينډوز کې چلېږي يا هم په ميک کې ټول کاروونکې يې په دې پوهېږي چې څنګه يې پرانيزو او څنګه يې Cell په Cell وچلوو. د ايکسل په اړه چې کوم کتابونه ليکل شوي دي ټول له ابتدايي محاسبې څخه نيولې بيا د هغه کتاب د ليکوال د پوهې تر کچې نوموړى په کې تشريح شوى دى، په دې ځاى کې نه غواړم د ايکسل پر ابتدايي جوړښت وږغېږم، ځکه اوس هر څوک له نوموړي سره بلد د‌ى او کارولاى يې شي. په دې بلوګ کې چې د ايکسل په اړه کوم مواد خپرېږي ټول د هغه فارمولونو او ځينو ځانګړو تخنيکونو ته ځانګړې شوي دي. له همدې امله او د يوه ځانګړي تصميم له مخې مې له بېلابېلو کتابونو څخه بېلابېل معلومات را غونډ کړي او ستاسو په مخ کې يې ږدم.


دبــــشـــپــړ مـــتن لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ......
: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

ايا کمپيوټر هم څوک ناروغه کوي؟

ايا کمپيوټر هم څوک ناروغه کوي؟

 له بینوا څخه ...

کمپوټر د يويشتمې پيړۍ تر ټولو هوښياراو پر مختللې ايجاد ګڼل کيږي . د نړي په ګوټ ګوټ کښي د ډيرو کارونو لپاره کارول کيږي.او اوسنې ژونديې تر ډيره حده هوسا کړي دي. په فابريکو کښي روبټونه کاريږي چې ډير ګړندې او ډير دقيق کار کوي، په دفترونو کښي دقلم او کاغذ ټول کار په کمپوټرو اړول شوي دي، په کورونو، ښوونځيو، روغتونونو او همدا راز په هرځاي کښي دکمپيوټر اسانتياوي ترسترګوکيږي اود انسان سره يې اړيکې دلا نور زياتوالي  په لور رواني دي.

 

اوس په افغانستان کښي هم د کمپيوټر کارونه ورځ په ورځ زياتيږي. لکه څنګه چې هر شې د ښه والي تر څنګ بد والې هم  لري . همدا ډول کمپيوټر دانسان لپاره داسانتياو تر څنګ د هغه  روغتيا ته زيان هم رسولې شي. د دې ليکنې له لاري هڅه کوم چې  د کمپيوټرد هغه کاره ونکو پاملرنه ، د آر اس آي په څير تکليفونو ته،  راواړومه چې په ساعتونو ساعتونوبې له ځنډه(وقفې) کمپيوټر کاروي.




دبــــشـــپــړ مـــتن لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ......
: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

اخترمومبارک شه
ډيرقدرمنو لوستونکو دنيکمرغه لوي اختر له رارسيدو سره دپکتيکا ولايت  ټول ځوانان دمحمدرحيم (رسولي ) ويبلاګ له لاري د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دي دنيکمرغه لوي اختر موبارکي وايي اخترمو مبارک شه  ، اخترمومبارک شه  خداي (ج) وکړي چي دي افغانانو له پاره د خوشحالي اختر وي خوشحال اختر ولر‌‌ئ

اخترموبختورشه .......... 

 

: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

دپکتيکا پوهنتون خبرتياوي ډيرژار..........

دپکتيکاپوهنتون خبرتياوي ډيرژار......


تاریخ: 10, 15, 2012
: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

زما ګناه څه ده ؟
 

زماګناه څه ده ؟


تاریخ: 10, 15, 2012
: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

غزل

غزل

پاتې شه شپه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي
ګوره خطره ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي

داسې به هر وختې په نه خبره سر نه نيسې
دا يارانه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي

شپه ده ، باران دی ، زه او ته يو او سپرلی د ځوانۍ
لاره اوږده ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي

غم ، خوشحالي ، درد او خفګان وېش د ليکوال وګڼه
ژوند ډرامه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي

ستا له ژړا نه ځار ، خولګۍ به درنه بيا نه غواړم
زما توبه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي

چوپه چوپتيا ده ، غاړه را ؛ خو پام چې غږ ونه کړې
ډيوه هم مړه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي

جلاله ! ته دې له دې خپل عمل نه ولې نه اوړې ؟
جلۍ وړه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي

 

تاریخ: 9, 5, 2012
: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

ګل څانګه
بینوا څخه ...
محمدهارون فيضي
پيغلو خپل منګي د ګودر څخه ډګ كړل او د خپلو كورونو په لوري رهي سول خو ګل څانګه د ګودر پر غاړه دېخوا او هاخوا ګرځېده او له ځانه سره بونګېده.
( نن يې بيا هم دتل په څېرناوخته كړ،لمر هم په لوېدو دى)
په همدې وخت كې له لېري يو ځوان را ښكاره سو چې، د دې پرخوا را روان دى.
دې له ځانه سره وويل.
(جبارخان دى)
كله چې جبارخان رانږدې سوګوري چي ګل څانګه ډېره په غصه ده نو وې ويل
(د اوبو وارى مې و ځكه ناوخته سو)
(بس كړه دا لومړي ځل ندى چۍ ناوخته راځې دا دوه كاله كيږي چي همداسې بهانې كوې)
(ګوره ګل څانګي پلارهم ومنل په راتلونكي اوني كې واده كو هر څه مې برابر كړي دي)
د دوو كلنو مينې څخه وروسته ګل څانګي د جبار خان سره واده وكړ دواړه ډير خوشحاله ول،ده به په مځكو كې كار كاوه او ګل څانګي به د كور د كارونو سربيره څاروي،څارل او روزل يي.
********
يوه شپه ناوخته كله چي جبارخان له خوبه راپاڅېد ګوري چي ګل څانګه په ځاي كې نسته او له ډير وخت وروسته خوني ته راغله او پر خپل ځاي پرېوته سهار جبار خان ځينې وپوښتل.
( تېره شپه ناوخته له خوني وتلې وې چيرته وې؟)
ګل څانګه منكره سوه او وې ويل.
( زه هيڅ ځاي نه وم تللې)

تاریخ: 8, 26, 2012
دبــــشـــپــړ مـــتن لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ......
: : خپريدونکې رحيم يوټکې کام هرليکنه په ليکوال پوري اړه لري:
ښکې شوه رنګینه شوه ښکلاشوله سیاله دسیالانو پکیتکا شوله

دويبلاګ په اړه

قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې
د(محــــــــــــــــدرحــــــــيم (ر ســــــــولى)
ويبلاګ چــــــــــلوونـــــکې هــــــــڅه کوي چې
تاسو قدرمنولوستوونکو،ته داسې مطالب
چمتوکړي چې تاسو علمې تنده پري ماته شې
نو که دي (محـــــــــــمــــدرحيم رســولې )
ويـــــــــبلاګ په اړه نظـــــــــرونه لــــــــــــرې
مونږته يـــــــې په دي پـــــــته ،راولـــــــيږي
Rahimrasooli@gmail.com
د ( محـــمدرحــــــيم (ســــولـــي)
ويبلاګ ستاسو هرقسم مرستې ته اړتيالري
0797034350


ويب پاڼې او ويبلاګونه

لټون

دقالب ډيزاين

اړيکه


دمركزشرني دبازار مركزي چوك


Designer


انلاين مشاعره


اروښاد محب الله بهرام


پوشتنئ


زما انځور


پکتيکا نقشه


ژوندليکونه


2009 1388 © All Rights Reserved to rahim1.Blogfa.com / Theme by: rahim1